هبه أبو ندى

غزه مېشته لیکواله، پیدایښت: ۲۴ جون، ۱۹۹۱
لمړنی ناول: اکسیجن د مړو لپاره ندی، چاپ کال ۲۰۱۷
د اکتوبر پر شلم تاریخ، د شپې، د خانیونس په حی المناره سیمه کې هبه أبو ندی له خپلې کورنۍ سره  د هغوئ پر کور د بمبارئ له امله شهیده شوه.
ا


۷ ام اکتوبر، سهار ۶ بجې ۵۴ دقیقې

چې ویده کېږو د ژوند په ډېرو معمولو شیانو سوچ کوو، د پوهنتون کوم امتحان، یوه ټوټه نوې جامې، د نوې دندې د درخواست تشویش..... چې یو ناڅاپه د خطر زنګ را وټنګیږي، امتحانونه لغو شي، ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شي، د بارودو لوګي له هر ځایه را وخیژي، د الجزیرې پر ښیښه د عاجلو خبرونو سره پټه را ښکاره شي، رادیو چالانه کړو، په ذهن کې  تړلي ټولې برنامې  له سره پلان کړو-  په غزه کې هر شې په شېبو کې بدلیږي!ه


ا ۸ اکتوبر،  سهار ۱۱:۳۰ بجې

د خواله رسنیو شخصي پاڼې لکه فاتحه خانې، د تلین خېمې، د ترحیم ورځپاڼې- له یوې پاڼې چې بلې ته ځو لکه د جنازو ډک په یو پیچلي څلور لاري چې تېریږو.... یا الله څه سختې ورځې دي!ه

ا ۸ اکتوبر، ماښام ۱۰ بجې ۲ دقیقې

امریکا غواړي د اسرائیلو مرستې ته د طیارو نقلوونکي ولیږي، بیخي سمه ده، چې کله مو ترې ونیول د بحر په سر به ترې رستوران جوړوو ان شاءالله.ه

ا ۹ اکتوبر، ماسپښین ۱۲ بجې ۳۴ دقیقې

ا-چاودنې له کومه ځایه راځي؟

ا- زمونږ له زړونو نه، هر یوه چاودنه د غزه مېشتو له څړیکو نه

ا ٩ اكتوبر، ٤ بجې ٥٢ دقیقې

اسرائیل په ټولو تېرو جګړو کې ټاکلي اهداف درلودل، د کورنیو وار، د جوماتونو وار، د سرکونو وار، د سرحدي او مرکزي سیمو وار، د لوړ پوړو ودانیو وار. تل به د بمباریو لپاره يو ‌‌‌‌‌‌ډول پلان وو چې په اساس یې موږ د موخو او د جګړې د دوام مدت تخمین کولای شو، مګر دا ځل داسې کوم څه وجود نلري، هر شی تر بمبار لاندې دی، ټولې پخوانۍ جګړې پدې جګره کې راټول شوی دي. غزه له شمال نه تر جنوبه په ‌‌‌‌‌‌ډېر زړه بوږنوونکي او وړانده شکل تر بمبار لاندې دی. د هر شي یو مخ ټولوژنه روانه ده. مګر دا په الله زموږ ایمان او صبر دی چې کله الوتکو ته پاس ګورو مخکې له فریاده  او یا وروسته د آرامۍ ساه اخلواو وایو : یا الله، ستا نه بغیر بل څوک د مرستې نلرو.ا

 

ا ٩ اكتوبر، ماښام ٦ بجې ٣٩ دقیقې

محترمو!ا

مونږ له نړۍ نه د ګوښه کېدو لور ته روان یو تر څو په هر څومره ممکن لنډ وخت کې زموږ ټولوژنه تکمیل شي، له هیچا سره اړیکه نشو نیولای، نه د ښار دننه او نه بهر، تر اوسه لا شپه نه ده شروع او بمبار لکه د اور باران روان دی.ا

ا ۱۰ اکتوبر، سهار ۹ بجې ۲۹ دقیقې

د ورځې په پیل کې پس له دې چې د خپلو ځانونو د ژوندي پاتې کېدو نه مطمئن شو ، دا معلوموو چې څوک زموږ له ډلې ژوندی پاتې او د چا جنازه پورته شوې، نه یوازې بشر بلکه کوڅې او کلي هم. ښار له یو مخ شهیدېږي. الحمدلله

ا ۱۱ اکتوبر، سهار ۱۱ بجې ۹ دقیقې

غزه د دې ظلم په مقابل کې د امکان تر آخره حده درېدلې، او له توقعاتو او ټولو امکاناتو پورته یې مقاومت کړی. ټول منفي نظرونه او طلسمونه یي مات کړي او داسې پایداري یې ښودلي چې په تاریخ کې به ولوستل شي او امتیاز ورکړل شي. او چې کله د درواغو ګرد را کښیني، منافق سیاسیون را وپرزیږي او د لباسي انسانیت پرده را ولویږي، غزه به د یو معجزوي اسطورې په شکل پاتې شي. دې استقامت داسې یو ریکارډ پرېښود چې تجقیق یې د پیعمبرانو زمانې نه غیر په نورو مدنیتونو او پوځونو کې امکان نلري. ا

څه چې  پر موږلازم وو هغه مو وکړل-  د خپلو حقوقو د بېرته لاسته راوړلو لپاره او د امت او د ټولې نړۍ د مظلومانو په استازولۍ جګړه او مقاومت. پر هیڅ شي پښېمانه نه یو او نه پرې خفه یو. د الله تعالی مخ ته او خپل ځان ته موږ د حق خاوندان یو، زموږ د وعدې یوه برخه همدا وو چې موږ درېږو او کوشش کوو او تر دې ور هاوخوا د الله تعالی کار دی، په هغه ایمان لرو او پرهغه مو توکل دی. که را وپرزېدو نو دا د شرف شهادتنامه ده او که ژوندي پاتې شو نو خپله کیسه به ټول عالم ته رسوو. او په دا منځ منځ کې نو زموږ د زګیرویو، صبر، زغم،  تلین، هیلې او نا امیدي بې شماره کیسې. ا

او که چېرې مړه شو نو زموږ په استازۍ ووایۍ چې دلته خلک وو چې د سفر، مینې، ژوند او نورو ډېرو شیانو ارمانونه نه یې له ځانه سره یوړل. ا

موږ د الوتکو لاندې یو خو الله تر هغو لوړ دی. ا

ا ۱۲ اکتوبر، ماسپښین ۲ بجې ۳۰ دقیقې

د کورنیو شجره له یوې مخې له منځه ځي، افراد نه، څو کسان نه، بلکه مکمله شجره په ډېره زړه بوږنوونکي شکل را پرزیږي. غزه په یوه ورانه کنډواله بدلیږي. د غزې سرخلاصې هدیره د عرب لیګ له درشۍ نیولې د ملګرو ملتونو تر منبره غزیدلې او موږ په خپلو قبرونو کې په ډک زړه په خاموشۍ رډې رډې ګورو. بس الله ته تسلیم یو. ا

ا  اکتوبر، ماسپښین ۲ نیمې بجې

نن جمعه ده، دا هفته نه وه بلکه د لسګونو شهیدانو، زخمیانو او ډېرو مرګونو ډک یوه اوږده ورځ وه،  نه پوهیږو چې لا نوربه څه پېښیږي.ا

ا ۱۳ اکتوبر، ماښام ۸ بجې ۱۳ دقیقې

موږ دلته په شېبو خپل ژوند ژغورو، د یو پوست د لایک فاصله، د الارم د بندولو فاصله، خپل زوی ته د غږ کولو فاصله، کیدای شي غږ ور وکړې او ځواب درنکړي. مرګ ‌‌ډېر په تیزۍ را روان دی. ا

ا ۱۵ اکتوبر، مازیګر ۵ بجې ۱۹ دقیقې

کوم غږ چې اورو د مرګ غږ دی چې له موږ ورتیریږي او نور رانیسي، موږ تر اوسه ژوندي یو او د نورو شناخته وو د مرګ غږونه اورو او وایو: د الله شکر دی، آخري غږ یې چې واورید د راکټ غږ نه وو. ا

څوک چې د راکټ غږ اوري ژوندی پاتې کیږي. موږ تر بل خبرداری پورې ژوندي یو. 

ا

ا ۱۵ اکتوبر، ماښام ۸ بجې ۴۷ دقیقې

موږ پاس یو نوی ښار ودانوو، ډاکټران بې له مریضانو او وینو، استاذان بې له بیروبار او پر شاګردانو د چغو، نوې کورنۍ بې له درده او غمه، ژورنالستان د جنت انځورونه اخلي، شاعران په تلپاتې مینې شعرونه لیکي، ټول یې د غزې دي ټول. همدا اوس په جنت کې له محاصرې آزاد یوه نوې غزه روان دی جوړیږي. ا

ا ۱۷ اکتوبر، سهار  ۱۱ بجې ۴۶ دقیقې

داسې ماشومان مړه شول چې تر اوسه یې خپل نومونه نه ‌ؤ استعمال کړي. ا

ا ۱۸ اکتوبر، ماښام ۸ بجې ۵۸ دقیقې

زمونږ کورنی عکسونه، یوه بوجۍ ډک د بدن ټوټې، یوه ډېرۍ ایره، د مختلفو سایزونو پنځه  تاو کړي کفنونه خوا په خوا. په غزه کې کورني عکسونه څه بل ډول دي. ټول سره یو ځای وو او سره یو ځای لاړل. ا

ا ۱۸ اکتوبر، ماښام ۹ بجې ۱۷ دقیقې

که چېرې مړه شو دا واورئ چې مونږ راضي وو او پخپل دریځ ټینګ ولاړ وو او دا هم خلکو ته ورسوئ چې حق له موږ سره وو.ا

 

ا ۱۹ اکتوبر، ماسپښین ۱ بجه ۱۰ دقیقې

د ملګرو لیست کوچنی کیږي او په وړو وړو تابوتونو بدلیږي چې هرې خوا ته پاشلي وي.  ملګري مې د راکټ مرمیو سره الوزي نشم کولی چې را ټینګ یې کړم، نشم کولی چې بیرته یې راولم، نشم کولی چې پرې ویر وکړم او یا وژاړم. نه پوهیږم څه وکړم. هره ورځ له بلې بدتر وي. دا یوازې نومونه نه دي،  دا موږ یو،  په بېلابېلو مخونو او نومونو. ا

یا الله، له داسې مرګوني حال سره څه وکړو؟

هیڅ داسې څه نشته چې ملګري مې بیرته را وګرځوي حتی که په دروغو هم وي....ا

ا ۱۹ اکتوبر، ماسپښین ۱ بجه ۴۷ دقیقې

[هبه د خپل ملګرې مریم سمیر حجازي د شهادت خبر نشروي او لیکي]

مریم له ستړیا نه خلاصه شوه، مریم د ابد لپاره آرامه شوه.  مریم، ما وبخښه په هر ځل چې مو سره د نظر اختلاف کړی، ډېر وبخښه...ا

ا ۱۹ اکتوبر، ماښام ۹ بجې ۲۰ دقیقې

د الزهره سمه په بشپړ ‌ډول له تهدید سره مخ ده، همدا اوس ۲۴ لوړ پوړي ودانۍ تر بمبار لاندې دي، یو مکمل ښار ودانۍ په ودانۍ شهیدیږي، یا الله یا الله!ا

ا ۲۰ اکتوبر، ماسپښین ۴ بجې ۵۲ دقیقې

موږ په غزه کې د الله پرمخ یا شهیدان یو یا پر آزادۍ شاهدان، دې ته په تمه یو چې له دې دواړو به کوم یو یو. یا الله موږ ټول ستا د حقې وعدې منتظر یو.ا

ا

د اکتوبر پر شلم تاریخ، د شپې، د خانیونس په حی المناره سیمه کې هبه أبو ندی له خپلې کورنۍ سره  د هغوئ پر کور د بمبارئ له امله شهیده شوه. ا